English  |   Dari   |  Pashto
اخبار
 اخبار  

    په څلورمو مكروريانونو كې د اتلسم بلاك ساختماني كار پيل شو

د اتلسم بلاك د ودانولو كار كوم چې د(50) اپارتمانونو لرونكى دى او په شپږو پوړونو كې به جوړ شي د ښاري پراختيا وزير انجنير محمد يوسف(پښتون) او د دغه وزارت تخنيكي معين ډاكټر سيد شريف(حسيني) له خوا د يو مطبوعاتي كنفرانس او د پورتنيو معلوماتو له وركولو څخه وروسته د پټۍ په پريكولو سره پيل شو.

د اتلسم بلاك د ودانولو كار كوم چې د(50) اپارتمانونو لرونكى دى او په شپږو پوړونو كې به جوړ شي د ښاري پراختيا وزير انجنير محمد يوسف(پښتون) او د دغه وزارت تخنيكي معين ډاكټر سيد شريف(حسيني) له خوا د يو مطبوعاتي كنفرانس او د پورتنيو معلوماتو له وركولو څخه وروسته د پټۍ په پريكولو سره پيل شو.

د ښاري پراختيا وزير د خپلو خبرو په ترڅ كې زياته كړه چې دغه بلاك به په دولسو كاري مياشتو كې بشپړ شي چې ټول لګښت به يې(87) ميليونه افغانيو ته ورسيږي نوموړي زياته كړه چې دوي په پام كې لري چې د مكروريانونو په سيمه كې دغسي شل بلاكونه چې د(700) په حدودو كې اپارتمانونه به پكې شامل وي جوړ كړي چې دا يې دريم بلاك ده او په راتلونكي كې به دا نور هم پيل كړي چې د بې كورۍ د ستونزو د حل په لاره كې به يو ښه ګام وي او مستحقو خلكو ته به وويشل شي.

انجنير پښتون زياته كړه چې دغه بلاكونه به په عصري نورمونو او خدماتو سمبال د كاناليزاسيون او اوبو رسولو منظم سيستم برسيره به په لاندې منزل كې هر اپارتمان يو د موټر درولو ګراژ هم ولري.

د ښاري پراختيا وزير يادونه وكړه چې د دغو اپارتمانونو پيسې به په څلورو قسطونو كې د هغوي له مالكانو څخه د يوه كال په موده كې واخيستل شي او په هماغو پيسو به يې د ودانولو كار بشپړ شي.

ښاغلي پښتون دا هم وويل چې د دې پروژې د ودانولو چارې به د سپين غر په نوم يو ساختماني شركت پر مخ بيايي كوم چې په داوطلبۍ كې وړونكى اعلان شوى دى.

د ښاري پراختيا وزارت د تحريراتو رئيس ښاغلي محمد أمين(قانع) له مطبوعاتي دفتر سره د يوې مركې په ترڅ كې وويل چې د نوموړي بلاك پنځوسو اپارتمانونو خونې مختلفي په نظر كې نيول شوي دي چې درې، څلور، پنځه او شپږ اتاقه اپارتمانونه پكې شامل دي.

همدارنګه د نوموړي وزارت د مراقبتونو رئيس ديپلوم انجنير فيض الدين(صديقي) هم له مونږ سره د يوې لنډې مركې په ترڅ كې څرګنده كړه چې: مونږ په پوره ډاډ سره ويلاى شو چې دغه پروژه به هم زمونږ د نورو پروژو په څير د ښه مراقبت او نظارت له وجې له ټاكل شوي پلان او ستندرد سره برابره پاى ته ورسيږي او د ښه كيفيت لرونكې به وي.

په پاى كې د دغې پروژې كار د پټۍ په پريكولو سره پيل شو.   

 
All Rights Reserved © Copyright 2008, Islamic Republic of Afghanistan Ministry of Urban Development Developed: ICT-MoUD