د ښاري پراختيا وزير د(CNC ) هندي كمپنۍ مسؤولانو ته په ټينګار سره وويل چې دا د هيواد په كچه يوه ډيره مهمه پروژه ده چې د ودانولو چارې يې نه بايد له ټاكلي وخت څخه وروسته پاتې شي همدارنګه د دغې پروژې په اړه د ښاري پراختيا وزير او معين،په كابل كې د هندوستان سفير د ښاري پراختيا وزارت مراقبت كوونكي او د هندي كمپنۍ مسؤولانو تر منځ د پارلمان د ودانولو د چارو د ښه پرمختګ په موخه خبرې اترې وشوې او اړوندو خواوو ته يې لازم هدايات وكړل.
وروسته په يو ګډ مطبوعاتي كنفرانس كې كوم چې د نوموړي وزارت د مطبوعاتي دفتر له خوا را بلل شوى و يو ګڼ شمير خبريالانو ته د څرګندونو په لړ كې ښاغلي پښتون وويل چې د پارلمان د لمړي پوړ كارونه به د روان كال د ليندۍ تر مياشتې پورې پاي ته ورسيږي او د درې كلونو په موده كې به يې كارونه بشپړ شي، نوموړي زياته كړه چې دغه ماڼۍ د الف، ب، ج او دال برخو څخه تشكيل شوې چې هره برخه يې ځانګړي تاسيسات لري او د افغانستان د پارلمان راتلونكې اړتياوې به پوره كړاى شي(د لا زیاتو تخنیکي معلوماتو لپاره دلته کلیک كړي) همدارنګه د نوموړې ودانۍ په څنګ كې(400) اپارتمانونه هم د وكيلانو د اوسيدو لپاره په پام كې نيول شوي دي.
په كابل كې د هندوستان سفير هم د نوموړې پروژې پر اهميت او په خپل وخت د كار په انجام ټيګار وكړ او له افغانستان سره يې د خپل هيواد د مرستو پر دوام ټينګار وكړ.
او په پاي كې د ګڼ شمير ژورناليستانو پوښتنو ته د ښاغلي پښتون او د هند د سفير له خوا ځوابونه وويل شول.