د دغې كتنې په ترڅ كې د جاپان سفير وويل: خوښ يم چې په كابل كې مې د جاپان د سفير په توګه خدمت وكړ، اميد لرم چې زما كړه وړه او هلې ځلې د افغانستان د خلكو لپاره ګټور پرېوتي وي، مونږ هوډ لرو چې د افغانستان په بيا رغونه او بنسټيزو چارو كې نورې مرستې هم وكړو.
همدارنګه د ښاري پراختيا وزير انجنير محمد يوسف(پښتون) د ښاري پراختيا او پلان جوړونې په برخه كې د جاپان هيواد له مرستو او همكاريو څخه په مننه او د نوموړي د هلو ځلو د قدردانۍ په موخه يې هغوى ته د يادښت ډالۍ او د اكرام چپن تقديم كړه.